امريکنې استازي زلمې خليل زاد ازبکستان ته په دوره تلې

0
27
زلمي خليل زاد وئيلي چه مونږ په صحيح سمت کښي پرمختګ جاري ساتلي

د افغانستان مفاهمتي عمل لپاره امريکنې استازي زلمې خليل زاد د سيمې هيوادونو د دورې په پنځم پړاؤ ازبکستان ته تلې دے
زلمې خليل زاد چې د سيمې په دوره دې د پاکستان،افغانستان،روس او د بيلجيم ملکونو دوره کولو نه پس ازبکستان ته تلے دے
زلمې خليل زاد به تاشتند کښې د ازبکستان صدر او نورو حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کوي
د خليل زاد د دورې مقصد افغان مفاهمتي عمل ته وده ورکول او افغان طالبانو سره د امريکې مذاکراتو سلسله کښې د سيمې هيوادونه اعتماد کښې اخستل دي
امريکنې استازې به د شلم دسمبر پورې د سيمې د هيوادونو په دوره وي او د ازبکستان نه پس به هغه متحده عرب امارات او قطر ته هم سفر کوي