امريکه افغانستان کښې رامخې ته شوې حالاتو ذمه وار نه دې ،زلمې خليل زاد

افغانستان لپاره د امريکې مستعفي شوي خصوصي استازې زلمي خليل زاد طالبانو بيان باندې غبرګون ښودلې، وائي چې امريکه افغانستان کښې رامخې ته شوي حالاتو ذمه وار نه دې، او امريکه افغان فوجيانو سره خيانت هم نه دې کړې، هغوي افغانستان دفاع لپاره جنګ کولو، کوم چې هغوي بيللې دې

افغانستان لپاره د امريکه مستعفي شوي خصوصي استازې زلمي خليل زاد بين الاقوامي ټيلي وژن سره مرکه کړې، هغه وئيلي چې امريکه خپل مفاد دفع کولو لپاره په افغانستان بريد کړې وو، او خپل مقاصد ترلاسه کولو نه روسته افغانستان نه وتلې دې، هغه دا هم اووئيل چې امريکه افغان فوج سره خيانت نه دې کړې، ولې چې افغان فوج امريکه لپاره نه بلکې خپل وطن دفاع لپاره جنګ کولو، کوم چې هغوي بيللې دې، خليل زاد خپل انټر ويو کښې طالبانو بيان باندې هم غبرګون اوښودلو، هغه ترمخه سقوط کابل نه روسته افغانستان کښې خراب شوي انساني بحران ذمه وار امريکه نه دې، خليل زاد دا غبرګون د طالبانو هغه بياناتو په اړه دې په کوم کښې هغوي وئيلي چې طالبانو واکمندي نه روسته افغانستان کښې راغلي انساني بحران ذمه وار امريکه او نړيواله ټولنه ده