امريکه اوس يو شکست خورده ملک دې ، سپرپاور ورته نشى وئيلې کيدې ، مولانا فضل الرحمان

امريکه اوس يو شکست خوده ملک دې او سپر پاور ورته نشي وئيلې کيدې، جميئت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان بيان ، وائي چې پي ډي ايم به يو ځل بيا ډير زر د سليکټډ حکومت پرضد په ميدان کښې وي

دا خبري د پي ډي ايم مشر او د جميعت علما اسلام مولانافضل الرحمان د بلوچستان حب سيمه کښي خبريالانو سره خبرو کښي اوکړې مولانا فضل الرحمان ويناوه چي د کراچۍ جلسې ثابته کړې چې پي ډي ايم ته اوس هم د اولس مرسته ترلاسه ده او داچې د ستمبر په شپږويشتمه نېټه به اسلام آباد کښې د کنويشن تابيا هم کولې شي پر دې مهال مولانافضل الرحمان افغانستان د امريکې ماتې حوالې سره اوئيل چې دغه هېواد اوس يو شکست خورده هېواد دې بايد چې امريکه او يورپي ملکونه په نورو ملکونو خپل تهذيب تپولو کوششونون نه لاس په سر شي مولانافضل الرحمان نن بلوچستان کښې د اختر مينګل پلار خدائي بخښلي سردارعطا الله مينګل لاس نيوې له هم تلې وو