امريکه دي په فورې توګه شام کښې خپل غير قانوني مداخلت او موجودګې ختم کړې

0
6

د ايران صدر حسن روحانې وئيلې دې چې امريکه دي په فورې توګه شام کښې خپل غير قانوني مداخلت او موجودګې ختم کړې او واپس دي لاړ شې
بهرملکې خبرې ادارے ترمخه تهران کښې روسې صدر ولادې مير پيوټن، ترک صدر رجب طيب اردګان او حسن روحانې ترمينځه شوې سهه فريقې اجلاس کښې شام په معامله تبادله خيال شوې
ايرانې صدر د شام مسئلے حل لپاره شپږ نکات وړاندې کړو او ووئيل چې د عالمې برادرې فرض جوړيګي چې هغه دي د اسرائيل حکومت اقدامات ختم کړې
هغه اووئيل چې عالمې برادرې ته د اسرائيل شام په زمکې کښې مسلسل قبضه، شامې حکومت او قام خلاف زيات شوې اقدامات اوردول ضرورې دې
حسن روحانې اوئيل چې شام مسئلے لپاره سياسې مذاکراتو کښې هم د شام علاقائې سالميت او آزادې احترام کول ضرورې دې
په دے موقع روسې صدر اوئيل چې ترهه ګر ادلب کښې اشتعال انګيزې پشمول کيميائې وسلے استعمال تيارے کوې