امريکه د طالبانو سره مذاکرات بيا شروع کوى

امريکه د طالبانو سره مذاکرات بيا شروع کوى،د طالبانو مشرانو سره خبرو لپاره د افغانستان لپاره د امريکې خصوصي استازې تهامس ويسټ راتلونکي هفته دوحه ته ځي،مذاکراتو کښې به د داعش او القاعده خلاف عمليات،افغانستان نه د امريکني وګړو اوافغان همکارانو انخلا او په نورو اهمو موضوعاتو خبرې کيږي، بلخوا تهامس ويسټ يوې مرکه کښې وئيلي دي چې د چين او روس خپله خوښه ده چې د طالبانو حکومت تسليموي او کنه خو امريکه به ئې تسليم نه کړي

راتلونکي هفته د قطر دوحه ښار کښې د امريکې او طالبانو ترمينځ د خبرو سلسله يو وارې بيا شروع کيږي،مذاکراتو کښې به د امريکې د وفد مشري د امريکې خصوصي استازې تهامس ويسټ کوي،امکان دے چې دواړو فريقينو ترمينځ به دا مذاکرات دوه هفتو پورې جاري وي د امريکې خارجه محکمې ترجمان نيډ پرائس وينا ترمخه دې مذاکراتو به د امريکې په مهمو ملي ګټو،د ترهه ګرډلو خلاف عمليات،افغانستان نه د امريکني وګړو او د دوي افغان همکارانو محفوظ انخلا،د افغانستان معاشي صورتحال او بشري مرستو په معاملو خبري کيږي بلخوا د امريکې يوې خبرې ادارے سره مرکه کښې تهامس ويسټ وئيلي دي چې داسي هيڅ اشارے نشته چې ګني روس او چين به د طالبانو حکومت تسليم کړي او امريکه هم د افغانستان نوي حکومت په رسميت نه پيژني د هغه وينا وه چې امريکه په افغانستان کښې د پاکستان په پاليسو تشويش لري او اسلام آباد انتظاميه افغانستان کښې د امريکې په پاليسو تحفظات لري او دا انديښنې د دواړو ملکونو ترمينځ اختلافات رامخې ته کيدو سبب جوړيږي