امريکه په سيمه کښې داعش ډله د منظم کولو کوشش کوي: جواد ظريف

امريکه په سيمه کښې داعش ډله د منظم کولو کوشش کوي: جواد ظريف

د ايران خارجه وزير جواد ظريف تور لګولي چې امريکه په دې سيمه کښې داعش ډله د منظم کولو کوشش کوي او د عراق او شام نه داعش جنګيالي افغانستان ته ليږي
د بهارت يوې ورځپاڼې سره مرکه کښې جواد ظريف وئيلي دي چې عراق او شام کښې داعش ډله د شکست خوړولو وروستو افغانستان کښې د منظم کيدو کوشش کوي چې په شا ئې د امريکې لاس دے
د هغه وينا وه چې واشنګټن انتظاميه د خپلو مفاداتو لپاره داعش ډله په دې سيمه کښې منظم کول غواړي او هم دغه وجه ده چې د افغانستان په خاوره ئې د دې ډلې لپاره پټې ټهکانې جوړې کړيدي
جواد ظريف زياته کړه چې داعش ډله د ايران،پاکستان،چين،روس او بهارت لپاره يو شان خطره ده بايد چې د دې مخ نيوي لپاره ټول هيوادونه په شريکه هلې ځلې وکړي