امريکه په پاکستان بنديزونه لګولو باندي غور نه کوي :مارک ټونر

د امريکې خارجه محکمې وياند مارک ټونر وئيلي دي چي امريکه په پاکستان بنديزونه لګولو باندي غور نه کوي او دا چي د پاکستان لخوا پاک افغان پوله باندي شوي اوسنې کارروائيانې د ستائينه ووړ دي
د امريکائي خارجه محکمې وياند مارک ټونر خبريالانو ته د بريفنګ پر مهال وئيلي دي چي امريکه پاکستان باندي بنديزونه لګولو په اړه غور نه دے روان دے او دا چي امريکه او پاکستان په شريکه کار کوي
هغه دا هم اوئيل چي پاکستان له د ګاونډي هيوادونو کښې کارروائيانې کونکې ترهه ګرو پر ضد هم آپريشن کول پکار دے
مارک ټونر دا هم اوئيل چي پاکستان لخوا پاک افغان بارډر باندي شوي اوسنې کارروائيانې حوصله افزا دي او پاکستان له داسې قسمه کارروائيانو کښې زياتوالې پکار دے