امريکه کښې د تور پوستې تن وژنې خلاف جارې احتجاجونو کښې نور شدت راغلې

امريکه کښې د تور پوستې تن وژنې خلاف جارې احتجاجونو کښې نور شدت راغلې

ميني سوټا رياست کښې پوليس حراست دوران د سياه فام يعنې تور پوستې تن جارج فلائيډ د وژنې معامله،امريکه کښې جارې احتجاجونو کښې نور شدت راغلې،بلخوا ډونلډ ټرمپ د جارج فلائيډ رور ته ټيلېفون کړې،د مقتول رور وائې چې ټرمپ ماله هډو د خبرو موقع نه ده راکړې
د امريکې ميني سوټا رياست کښې د ګل په ورځ يو تور پوستې تن جارج فلائيډ پوليس په حراست کښې اخستې وو،يو پوليس اهلکار هغه له په مرۍ تر ډير وخته پورې خپه ايښودے وه چې له وجې ئې هغه مړ شوے وو،د واقعے خلاف مينيسوټا رياست نه شروع شوے مظاهرے وس ټولې امريکې ته خورے شوې دې،د امريکې مختلف رياستونو کښې مظاهرينو په پوليس کانړۍ ورولې دې،ګاډو او ځنې ودانو ته ئې اوور لږولې دے،پوليس سره انښتو کښې ګنړ شمير کسان ژوبل شوے هم دې
مظاهرو باندې قابو موندولپاره د امريکې اته رياستونو نيشنل ګارډز طلب کړې
بلخوا د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د وژلې شوې تن جارج فلائيډ رور ته ټيلفون کړې او ورسره ئې په دغه پيښه غمرازې ښکاره کړې ده،د جارج فلائيډ رور ميډيا سره خبرو کښې وئيلې چې ډونلډ ټرمپ هډو هغه له د خبرو موقع نه ده ورکړې،د جارج فلائيډ رور وائې مونږ ته انصاف پکار دے
د امريکې ميډيا مطابق د جارج فلائيډ په قتل کښې ملوث پوليس اهلکار خلاف د قتل مقدمه درج کړې شوې ده او هغه د پوليس په حراست کښې دے

blank