امريکى په کندوز هسپتال بمبارۍ په تور کښې د يو جرنيل پشمول شپاړس پوځيانو خلاف کاروائى شورو کړېده

0
32

د امريکى دفاع محکمې د افغانستان په کندوز هسپتال شوى بمبارۍ په تور کښې د يو جرنيل پشمول شپاړس پوځيانو خلاف کاروائى شورو کړېده

امريکنى خبرې ايجنسۍ  وائى چې پينټاګان په کندوز هسپتال تيرکال په غلطۍ سره شوى بمبارۍ په الزام کښې شپاړس پوځيانو خلاف کاروائى کړېده 
خبرى ايجنسو ترمخه دغه اهلکارو کښې ټوسټار جرنيل هم شامل دے
پوځى تحقيقاتو دوران وئيلى شوى دى چې جنګى الوتکو په کندوز هسپتال د طالبانو د مرکز ګمان کړے وو او بمبارى ئې پرې کړے وه
د چارواکو وينا ده چې دا پيښه قصداً نه بلکې د غلطۍ له وجے رامخې ته شوېده
خبرى ايجنسو زياته کړے چې د کومو پوځيانو خلاف انضباطى کاروائى شوے په هغې کښې  د هيچا خلاف فوجدارى مقدمه  نه چليږى  البته د نوکرو  نه ويستلې شوى دى 
ياده دې وى چې طالبانو تيرکال اکتوبر مياشت کښې په کندوز ښار قبضه کړے وه  او د دوى قبضه ختمولو لپاره امريکنى جنګى الوتکو د افغان فورسز کومک کړے وو اود  بے سرحده ډاکټرانو هسپتال هم د الوتکو بمبارۍ ښکار شوے وو چې په نتيجه کښې د هسپتال عملے او مريضانو په ګډون  دوه څلويښت کسان مړه شوى وو