امريکي په پاکستان ايف شپاړسم الوتکي خرڅولو په معامله د هند په رد عمل د حيرانتيا څرګندونه کړيده

0
66

د امريکي دفاع محکمي په پاکستان ايف شپاړسم الوتکي خرڅولو په معامله د هند په رد عمل د حيرانتيا څرګندونه کړيده او وائي چې د دي معاملے سره د هند هيڅ تعلق نيشته او د هغوي انديښني غير ضروري دي 

د پينټاګون پريس سيکريټري پيټرو کک ميډيا ته د بريفنګ ورکولو دوران اوئيل چې امريکا د اړيکو اعتبار سره پاکستان او هندوستان ته په جدا جدا نظريه ګورې او دا چې په پاکستان ايف شپاړسم الوتکي خرڅولو معاملے سره د هند هيڅ تعلق نيشته نو ځکه دې لړ کښې د د بے ځايے انديښني څرګندولو نه ډډه اوکړې 
هغه مخکښې وئيلي دي چې پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې بوخت دے نو ځکه د ورله  عسکري صلاحيتونه نور مضبوطول د وخت مهم ضرورت دے 
د پنيټاګون وياند اوئيل چې د امريکي انتظاميه دا سوچ لرې چې د ايف شپاړسم الوتکي خرڅولو ورستو به د ترهګرۍ مخنوي لړ کښې د پاکستان صلاحيتونو کښې اضافه اوشي او دريځ ئې خپل کړې چې د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې پاکستان ډير مهم کردار لوبوي کوم چې د امريکي پشمول د درستي نړۍ د سلامتيا په مفادو کښې دے
د پينټاګون وياند دا هم وئيلي دي چې پاکستان ايف شپاړسم الوتکي استعمالولو کښې مهارت لري او د تيرو ديرشو کالو دوران ئې ګنړ شمير الوتکي ترلاسه کړيدي او هم دغه الوتکه کال دوه زره څلورم کښې قبائيلي علاقو کښې د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې استعمال کړې شويدي
څرګنده دي وي چې اوباما انتظاميه لخوا په پاکستان ايف شپاړسم الوتکي خرڅولو په معامله هند د مايوسۍ اظهار کړې وو او دي لړ کښې په نوي ډلي کښې تعينات دا امريکي سفير هم رابللي شوي وو