امريکې او طالبانو ترمينځه دوحه مذاکراتو کښې اهم پرمختګ شويدے

د امريکې او طالبانو ترمينځه امن مذاکراتو کښې اهم پرمختګ شوې

امريکې او طالبانو ترمينځه دوحه مذاکراتو کښې اهم پرمختګ شويدے، خارجه وزيرمائيک پومپيو افغان دولت طالبانو سره مذاکراتو کښې شوي پرمختګ نه خبر کړېدے،افغان اولسمشر اشرف غني د سولې خبرې کاميابيدو هرکلي کړېدے
افغان اولسمشر اشرف غني په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو ورته ټيلي فون کړے او طالبانو سره سولې خبرو کښې د پرمختګ خبر ئې ورکړېدے
د هغه وينا وه چې مائيک پومپيو ورته تاؤ تريخوالي کښې کمي په حواله د طالبانو د وړانديز په حواله معلومات هم ورکړېدي
افغان اولسمشر دوحه مذاکراتو کښې د پرمختګ هرکلي کړې او وئيلې ئې دي چې د سولې په حقله د افغان دولت د اصولي دريز ګټه ورې نتيجے رامخې ته کيدو باندې ډير خوشحاله يو چې به ورسره هيواد کښې بدامني هم ختم شي
دغه رنګ امريکني خارجه وزير د افغانستان چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله ته هم ټيلي فون کړې او هغه ئې طالبانو سره مذاکراتو کښې شوي پرمختګ نه خبر کړېدے
امکان دې چې د امريکې او طالبانو ترمينځه امن لوظنامه باندې به ډير زر لاس ليک وشي چې ترمخه به ئې امريکني پوځيان هم د افغانستان نه مرحله وار واپسي شروع کړي