امريکې او طالبانو ترمينځه قطر کښې د مذاکراتو سلسله جاري ده

د امريکې او طالبانو ترمينځه امن مذاکراتو کښې اهم پرمختګ شوې

امريکې او طالبانو ترمينځه قطر کښې د مذاکراتو سلسله جاري ده،عبدالغني برادر په مشرۍ کښې د طالبانو ټيم د ګل په ورځ هم د زلمي خليل زاد او سکاټ ملر سره ملاقات کړي وو او ورسره ئې سولې په معاهده خبري کړيدي
د طالبانو د قطر دفتر ترجمان سهيل شاهين لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې ملا عبدالغني برادر مشرۍ کښې د طالبانو وفد تيره ورځ د زلمي خليل زاد او سکاټ ملر سره ملاقات کړيدے
د هغه وينا وه چې د طالبانو وفد کښې شيرمحمد عباس ستانکزئۍ او مولوي امير خان متقي هم شامل وو او ملاقات کښې راتلونکي اقداماتو په حواله تفصيلي خبري کړيدي
بيان کښې زياته کړي شويده چې د دواړو فريقينو ترمينځه به نن هم مذاکرات جاري وي
بلخوا د افغانستان خبري ادارو د طالبانو سرچينو په حواله وئيلي دي چې
د امريکني پوځيانو انخلا په معامله اختلافاتو لوجې سولې معاهده کښې بيا رکاؤټ پيدا شويدے
خبري ادارو ترمخه امريکه په افغانستان کښې ځني پوځيان پريښودل غواړي ولې طالبانو د امريکې دغې مطالبے مخالفت کړېدے