امريکې او ناټو افغانستان نه د خپل پوځ ويستو عمل شروع کړې

دوحه لوظنامې مطابق امريکې او ناټو د افغانستان نه د خپل پوځ  د واپسۍ عمل په رسمي توګه شروع کړېدے،د صدر جوبائيډن فيصلې مطابق به د يوؤلسم ستمبر پورې به افغانستان نه ټول بهرملکي پوځ انخلا کوي،افغان وزير دفاع او آرمي چيف جنرل ياسين ضيا هم د ناټو پوځيانو د انخلا د عمل تصديق کړې او وئيلي ئې دي چې راتلونکي هفته کښې به ناټو پوځيان مختلف اډے افغان فورسز ته حواله کړي

د افغانستان خبري ادارو ترمخه امريکې او ناټو پوځيانو په رسمي توګه د افغانستان نه د پوځيانو واپس رابللو عمل د خالي د ورځې نه شروع کړېدي او د مختلفو پوځي اډو سيکيورټي افغان فورسز ته حواله کولو سلسله هم شروع شويده

د امريکې خبرې ادارو رپورټ ترمخه دا وخت په افغانستان کښې د امريکې خواؤ شا درې نيم زره او د ناټو اووه زره پوځيان ميشته دي او د صدر جوبائيډن فيصلے مطابق دغه ټول پوځيان به روان کال يوؤلسم ستمبر پورې واپس رابللي شي

کابل کښې پريس کانفرنس ته وينا په وخت د افغانستان پوځ مشر او قائم مقام وزير دفاع جنرل ياسين ضيا او سيکيورټي ايډوائزر حمدالله محب تصديق کړيدے چې امريکې او ناټو پوځيانو په رسمي توګه افغانستان نه د وتلو سلسله شروع کړيده او يو څو ورځو کښې به د ناټو پوځ د ځنو اډو سيکيورټي افغان فورسز ته حواله کړي

د دوي وينا وه چې ناټو پوځيان وړومبې باګرام پوځي اډه کښې راجمع کيږي او د هغې ځائې نه خپل خپل ملکونو ته واپسي کوي

بلخوا د طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې په يکم مئي ټول پوځ واپس نه رابلل د دوحه معاهدې خلاف ورزي ده

بيان ترمخه د بهرملکي پوځيانو خلاف هر ډول اقدام ته  لاره خلاصه ده او په ناټو پوځ حملے کولو يا نه کولو فيصله به د دوي مشران کوي