امريکې خارجه وزارت په طالبانو زور راوړې چې دولت سره دې مذاکراتى عمل بيا شورو کړى

0
29

افغانستان کښې د اتحادى ځواکونو مشرجنرل جان کيمبل انديښنه څرګند کړے که راتلونکى دوه مياشتو پورې افغان سولې عمل لپاره ګټه ور اقدامات اونه شول نو روان کال به هم د تير کال په رنګ خونړۍ ثابت شى بلخوا د امريکې خارجه وزارت په طالبانو زور راوړې چې دولت سره دې مذاکراتى عمل بيا شورو کړى

د برطانيې نشرياتى ادارې سره مرکې په وخت افغانستان لپاره د اتحادى پوځيانو مشر جنرل جان کيمبل وئيلى دى چې د هيواد مختلفو برخو کښې د طالبانو کاروائى ښائى چې دا کال به هم  ډير سخت وى
هغه د افغانستان او پاکستان واکمنو ته غږ اوکړو چې افغان امن بحالۍ په عرض دے خپلې هلې ځلې نورې هم سيوا کړى
افغانستان کښې د داعش ډلې فعاليت په اړه يوې پوښتنې په جواب کښې جان کيمبل اوئيل چې دې کښې شک نيشته چې داعش جنګيالى ورځ تر ورځه سيوا کيږى ولې اتحادى پوځ به د دغې ډلې مخ نيوى لپاره کوششونه جارى ساتى او افغان ځواکونه به نور هم مضبوطولے شى
هغه زياته کړه چې امريکه او اتحادى پوځيان به افغانستان سره مالې مرستې او د سيکيورټى اهلکارو تربيتى عمل جارى ساتى
بلخوا واشنګټن کښې پريس بريفنګ پرمهال د خارجه محکمې وياند جان کربى يو وارې بيا په طالبانو غږ کړے چې کابل انتظاميې سره ځنډيدلے مذاکراتى عمل دې بحال کړى
د هغه وينا وه چې کابل ښار کښې د ګل په ورځ شوى ځانمرګى بريد په ډاګه کړے چې دغه هيواد اوس هم خطرو سره مخ دے بايد چې د مفاهمت او سولې عمل لپاره روان اقدامات نور هم  تيز کړې شى