امريکې د داعش خراسانى ډلې څلور کسانو نومونه ترهه ګرو خصوصى لسټ کښې شامل کړى

امريکې د داعش خراسانى ډلې د دريوجنګيالو او د دوى د يو سهولت کار نومونه د ترهه ګرو په خصوصى لسټ کښې شامل کړيدى،دې کسانو کښې د داعش ډلې مشر ثنا الله غفاري،عصمت الله خالوزۍ،سلطان عزيزاعظم او مولوي رجب شامل دي،د امريکې خارجه وزير انتوني بلېنکن بيان ترمخه امريکې د داعش ډلې د خاتمے عزم کړېدے او د افغانستان خاوره به دوباره د ترهه ګرو مرکز جوړيدو په پرينږدو

امريکني خبري ادارو ترمخه خارجه محکمې د ترهه ګرو په خصوصي لسټ کښې د داعش ډلې د ځنو جنګيالو او د دوي مالي ملاټر کونکي يو تن نوم شامل کړېدے لسټ کښې شامل ثناالله غفاري چې د شهاب المهاجر په نوم هم مشهور دے کال دوه زره شلم کښې د داعش خراسانې ډلې مشر مقرر شوي وو او هغه کابل کښې فعاليت کولو او د وسله والو پټ مرکزونه ئې هم قائم کړي وو دغه رنګ د داعش ډلې دوه نور جنګيالو مولوي رجب او سلطان عزيز اعظم نومونه هم د ترهه ګرو لسټ کښې شامل کړي شويدي د امريکې خزانې محکمې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د داعش خراسانې ډلې سره مالي ملاټر کونکي عصمت الله خالوزۍ نوم هم د ترهه ګرو لسټ کښې شامل کړي شوېدے او په هغه بنديزونه لګولي شويدي بيان کښې زياته کړي شويده چې عصمت الله خالوزۍ به بهرني جنګيالي افغانستان ته د راوستلو لپاره د داعش ډلې مرسته کوله دې نه مخکښې په ټوئټر ورکړي شوي خپل بيان کښې د امريکې خارجه وزير انتوني بلېنکن وئيلي وو چې امريکه داعش ډلې له شکست ورکولو عزم کړېدے او افغانستان کښې د ترهه ګرۍ حملو کښې ککړ د داعش خراسانې ډلې د قيادت او د دوي د سهولت کارو خلاف کارروائي کوو