امريکې د فلسطيني هسپتالونو لپاره د امداد بندولو فيصله کړي

0
23
امريکې د فلسطيني هسپتالونو لپاره د امداد بندولو فيصله کړي

امريکې د فلسطيني هسپتالونو لپاره د دوه نيم کروړه ډالر امداد بندولو فيصله کړيده،دغه امداد به د امريکائي مفاداتو نورو ځائيونو کښې خرچ کولي شي
امريکې د صدر ډونلډ ټرمپ د پاليسې لاندې د بيت المقدس شپږ هسپتالونو لپاره دوه نيم کروړه ډالره امداد بندولو اعلان کړيدې او اوس به دغه امداد د امريکائي مفاداتو نورو ځائيونو کښې خرچ کولي شي
امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ د روان کال په شروع کښې اعلان کړې وو چي امريکه به فلسطين لپاره د دوه سوه ملينه ډالر په امداد نظر ثاني کوي
بلخوا امريکائي امداد بنديدو په اړه د فلسطيني انتظاميي وينا ده چي د امريکې دې ګام سره به ډيرو مريضانو ژوند او د هسپتالونو ملازمانو نوکري په خطره کړې شي او د امريکې دا ګام ئي غير انساني بللې دي