امريکې سره شوي امنيتي تړون څه فائده نه ده کړے

0
81

د افغانستان اولسي جرګې ممبرانو دريز خپل کړې امريکې سره شوي امنيتي تړون څه فائده نه ده کړے او دغي معاهدي وروستو د هيواد امنيتي وضع نوره هم خرابه شوې ده،اولسي جرګې د دې تړون بيا د سره جائزه اخستو فيصله کړېده
اولسي جرګه کښې د هيواد په امنيتي صورتحال بحث شوې او د وسله والو حملو کښې سيوا والي باندې ئې د تشويش اظهار کړېدے
د جرګې ممبرانو د افغانستان او امريکې ترمينځه شوي امنيتي تړون په معامله هم خبرې کړېدي او زياتره ممبرانو د دې معاهدې مخالفت کړېدے
د غونډې مشر همايون همايون په دې موقع ووئيل چې امريکې سره امنيتي تړون هيڅ فائده نه ده رسولې او د هيواد سيکيورټۍ صورتحال دومره خراب شوېدے چې هره ورځ درې څلور سوه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي
د ايوان بل غړي عبيدالله بارکزۍ په دې موقع ووئيل چي وسله والې ډلې افغان وګړي وژني او امريکه ئي صرف تماشه کوي
هغه زياته کړه چې امريکې تير اوولس کالو دوران افغان پوځ له سل هيلي کاپټرې هم ورنه کړې او نه افغان فورسز ته پکار نور وسائل ئې ورکړل
دغه رنګ اولسي جرګې امريکې سره لاس ليک شوي امنيتي تړون بيا د سره جائزه اخستو فيصله کړېده
ياده دې وي چې د افغانستان او امريکې ترمينځه دا معاهده په ديرشم ستمبر کال دوه زره څوارلس کښې لاس ليک شوې وو،د دې تړون ترمخه امريکې خواو شا لس زره پوځيان افغانستان کښې پريښودي وو او امريکې ته نهه پوځي اډے هم حواله کړې شويدي