امريکې يو وارې بيا په عمران خان د قاتلانه حملې مذمت کړې

امريکې يو وارې بيا په عمران خان د قاتلانه حملې مذمت کړې، د خارجه وزارت ترجمان نيډ پرائس وائي چې پاکستان کښې چې تيرو ورځو نه څه روان دي په هغه تشويش دې، سياست کښې د تشدد هيڅ ځائے نيشته، ټولو فريقينو ته معاملات د خبرو اترو د لارې حل کول پکار دې، د عالمي حقوقو په شان اظهار رائے او د احتجاج آزادي ملحوظ ساتل پکار دي،

VOد امريکې خارجه وزارت ترجمان نيډ پرائس په عمران خان د قاتلانه حملې مذمت کړېدې، هغه اوئيل چې سياست کښې د تشدد هيڅ ځائے نيشته، تولو فريقنو ته وايو چې معاملات دې د خبرو اترو د لارې حل کړي، تشدد، هراساني او دړاکو وروکو نه دې ډدا اوکړې شي هغه اوئيل چې امريکه پاکستان جمهوري او پرامن کتلو عزم ساتي، د پاکستان خلکو سره ولاړ يو، تيرو څو ورځو نه چې څه روان دې په هغه تشويش دې، د عالمي حقوقو په شان د اظهار رائے او احتجاج آزادي دې ملحوظ اوساتلې شي، ټولو ملکونو سره آزادي صحافت او رائے باندې خبرې اترې کيږي، آزادانه صحافت د چا قام او جمهوري مستقبل لپاره اهم دې نيډپرائس اوئيل چې روس او بهارت ترمينځه څو پيړو نه تعلقات روان دي، بهارت هم د يوکرين جنګ او خونريزۍ خلاف دې، ضرورې دې چې روس ته د پيغام د عالمي دنيا په خصوصي توګه بهارت په شان ملکونو نه ميلاؤ شي، بهارت او امريکې ترمينځه تعلقاتو کښې تبديلې يکدم نه وخت تيريدو سره راغلې