امريکې پاکستان ته ديرش کروړه امريکې ډالر امداد منسوخ کولو فيصله کړې

0
56
امريکې پاکستان ته ديرش کروړه امريکې ډالر امداد منسوخ کولو فيصله کړې

امريکائې فوج وئيلې چې د پاکستان لخوا شدت پسند عسکرې ډلو پر ضد موثر کارروائي نه کولو باندې ديرش کروړه ډالر امداد منسوخ کولو فيصله کړيده
د پينټا ګون وياند لخوا جارې شوې بيان کښې وئيلې شوې چې د امريکې دفاع محکمه به اوس دغه رقم نور ترجيحات باندې خرچ کوې
بيان کښې وئيلې شوې چې امريکه به پاکستان باندې ملک کښې سرګرم ټول ترهه ګر ډلو پشمول حقانې نيټ ورک او لشکر طيبه خلاف بلا امتياز کارروائې لپاره دباؤ جاري ساتي
دغه رقم پاکستان ته کوليشن سپورټ فنډز په مد کښې ميلاويدونکے وو، د کوم په اړه چې روان کال امريکې صدر وئيلې وو چې امريکې پنځالس کالو کښې پاکستان ته درې ديرش ارب ډالر بطور امداد ورکولو بے وقوفې کړې، پاکستان د دروغو او دهوکے نه علاوه نور څه نه دې راکړې
ټرمپ انتظاميې پاکستان باندې تور لګولې وو چې هغه افغانستان کښې سرګرم ترهه ګرو ته محفوظ ټهکانې فراهم کوې ولي پاکستان د دغه الزام ترديد کړې وو
بهرملکې خبرې ادارے مطابق امريکې چارواکې وائې که چرې پاکستان خپله رويه بدله کې نو دغه امداد بحاليدې شې
څرګنده دې وې چې د کوليشن سپورټ فنډ کښې د کمي اعلان په داسې وخت کښې مخي ته راغلې چې د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو او جنرل جوزفډرنفورډ د اسلام آباد دوره کونکے دي