امريکې پاکستان کښې اين جي اوز کار نه منع کولو باندې افسوس کړے

0
175
امريکې پاکستان کښې اين جي اوز کار نه منع کولو باندې افسوس کړے

امريکې پاکستان کښې غيرسرکاري تنظيمونه د کار نه منع کولو اقدام باندې د افسوس اظهار کړېدے، د امريکې خارجه محکمې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې نړي وال اين جي اوز د پاکستان جمهوريت او بشري حقونو ودې لپاره مهم کردار ادا کړېدے
د امريکې خارجه محکمې وياند لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پاکستان کښې اتلس نړي وال اين جي اوز ته کار بندولو حکم شوېدے مونږ په دې اقدام د افسوس اظهار کوو
د هغې وينا وه چې بائد پاکستان د خپل ملک د روښانه مستقبل لپاره دې ټول نړي وال شراکت دارو سره رابطې برقرار وساتي
بيان کښې زياته کړې شوېده چې دا اين جي اوز نه صرف زرګونو پاکستاني وګړو له روزګار ورکوي بلکې قدرتي آفتونو دوران امدادي هلوځلو،بشري حقونو تحفظ او جمهوري نظام ته وده ورکولو کښې مهم کردار هم ادا کوي