امريکې په افغانستان کښې د بشري امدادي سرګرميانو لپاره دوه ديرش کروړه اوويه لکه ډالر اضافي مرستې اعلان کړې

امريکې په افغانستان کښې د بشري امدادي سرګرميانو لپاره دوه ديرش کروړه اوويه لکه ډالر اضافي مرستې اعلان کړې، خارجه وزير انټوني بلنکن وائي چې افغانستان ته به درې سوه اوويشت ملين ډالر اضافي امداد ورکولې شي، او د انساني امدادي سرګرميانو لپاره به د امداد ورکولو سلسله جاري ساتلې شي
د امريکې خارجه وزير انټوني بلنکن اوئيل چې امريکه به افغانستان ته درې سوه اوويشت ملين ډالر اضافي امداد ورکوي هغه اوئيل چې امريکه په افغانستان کښې د انساني امدادي سرګرميانو په مد کښې اضافي امداد ورکوي، د افغانستان او د هغه ګاونډي ملکونو کښې د نړيوال امدادي تنظيمونو د لارې به د انساني امدادي سرګرميانو لپاره د امداد ورکولو سلسله جاري ساتلې شي