امريکې په افغان سيکيورټي اهلکارو د بچه بازۍ الزامونه لګولي

امريکې په افغان سيکيورټي اهلکارو د بچه بازۍ الزامونه لګولي

د امريکې خارجه وزارت د انساني سمګلنګ متعلق خپل سالانه رپورټ جاري کړېدے چې پکښې په افغان سيکيورټي اهلکارو د بچه بازۍ الزامونه لګولي شويدي،رپورټ ترمخه افغان حکومت د انساني سمګلنګ مخ نيوي کښې هم پاتې راغلي دے
امريکني رپورټ کښې دا هم وئيلي شويدي چې افغان سيکيورټي فورسز کم عمره ماشومان د بچه بازۍ لپاره استعمالوي او افغان حکومت د دې د مخ نيوي لپاره موثره اقدامات نه پورته کوي
رپورټ کښې د انساني سمګلنګ ښکار شوي ځني افغانانو په حواله وئيلي شويدي چې افغان چارواکو د دوي معاملے حل کولو لپاره دوي سره جنسي تعلقات قائمولو مطالبے کړيدي او بعضې کسان ئې په زوره د جنسې زيادتې ښکار کړيدي
رپورټ کښې زياته کړي شويده چې افغان حکومت د انساني سمګلنګ د مخ نيوي لپاره په کم ترين معيار باندې هم پورا نه دې ختلي او دې درجه بندۍ کښې نور هم په ښکته تلې دے
دې نه مخکښې هم په افغان سيکيورټي فورسز د بچه بازۍ الزامونه لګيدلي وو ولې افغان حکومت او سيکيورټي ادارو دغه تورونه رد کړي وو

blank