امريکې کابل ډرون حمله کښې د لس وګړو د مړينى اعتراف کړې ، ميکنزې

امريکې کابل ډرون حمله کښې د لس وګړو د مړينې اعتراف کړې، امريکې

سينټرل کمانډ مشر جنرل ميکنزي وائي چې ډرون حمله په داعش شوې وه خو غلطې سره په کښې عام ورګړې په نښه شوې وو، ډرون حمله زمونږ لويه غلطي وه او په دے معافي غواړو، بلخواد امريکې کانګرس غړې الهان عمر خپل بيان کښې وئيلي دي چې په دې معامله صرف معذرت کافي نه دے بايد چې دې کښې ککړ کسانو محاسبه اوکړې شې او په ډرون پروګرام دې دباره نظر واچولې شې

د امريکي سينټرل کمانډ مشر جنرل ميکنزي کابل ډرون حمله کښې د لس وګړو مړيني اعتراف کړې، هغه دا هم منلې ده چي ډرون حمله کښې اوو ماشومان هم پحق راسېدلي وو جنرل ميکنزي وائي چې ډرون حمله کښې داعش په نښه کړې شوي وو خو غلطې سره په کښې لس عام وګړي مړه شويدي کابل کښې شوې ډرون حمله زمونږ غلطي وه او په دے معافي غواړو ياده دې وي چې په نهه ويشتم اګست امريکي کابل ائيرپورټ سره نزدې ډرون حمله کړې وه چې پکښې بے ګناه خلک پحق راسېدلي وو بلخوا د امريکني کانګرس زنانه غړې الهام عمر خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې ډرون حملو کښې د بے ګناه کسانو په وژنه صرف معذرت کافي نه دے، امريکني ډرون حملو کښې شل کالو دوران په زرګونو کسان وژلي شويدي بايد چې د دې پروګرام مکمل انکوائري دې اوکړې شې او بے ګناه کسانو وژنه کښې ککړ کسانو محاسبه دې وشې