اميرخان متقى په مشرې کښې يو وفد اوسلو ته تلې

د افغانستان عبوري خارجه وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ کښې د اعلي پائے افغان وفد د ناروے په رسمي بلنه اوسلو ته تلے، افغان وفد به ناروے ، يورپي هيوادونو ، يورپي يونين ، امريکې او نورو هيوادونو استازو سره ملاقاتونه کوي ، ملاقاتونو کښې به افغانستان کښې جاري بشري بحران ، سياسي او اقتصادي چارې او نور اهم مسلو باندې خبرې کوي

د ناروے سرښار اوسلو کښې د افغان وفد او غربي هيوادونو ترمينځه درې ورځنۍ خبرو اترو آغاز نن کيږي تيره ورځ د افغان عبوري خارجه وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ کښې افغان وفد اوسلو ته تلے وو، راونيدو نه وړاندې مولوي امير خان متقي په خپل آډيو بيان کښې وئيلي وو چې دورې پرمهال به د ناروے يورپي هيوادونو ، يورپي يونين ، امريکې او د نورو هيوادونو له استازو سره ملاقاتونه کوي ، دې نه علاوه به ګڼ شمير افغانانو سره هم ليده کاته کوي مولوي امير خان متقي وئيلي وو چې دا د طالبانو د يورپ وړمبې دوره ده ، هيله لرو چې زمونږ سفر به کامياب وي او د دې به مثبت نتيجې مخې ته راشي ، هغه دورې بلنه ورکولو او افغان وفد لپاره جهاز راليږلو باندې د ناروے حکومت مننه هم کړېده د افغانستان خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي په ټويټر بيان کښې وئيلي دي چې ملاقاتونو کښې به بشري مرستو ، سياسي او اقتصادي چارو او تعليم سره تړلې مسائلو باندې خبرې اترې کيږي افغان حکومت چارواکي وائي چې غربي هيوادونو له استازو سره به د طالبانو مشرانو نومونه د تور لسټ نه ويستلو، د افغانستان اثاثو بحالۍ او د افغانستانستان پابنديانې ختمولو باندې هم خبرې کوي،