امير مقام دعوامې نيشنل پارټۍ رهنما ارشد عبدالله ته مسلم ليګ ن کښې د شرکت بلنه ورکړې

امير مقام دعوامې نيشنل پارټۍ رهنما ارشد عبدالله ته مسلم ليګ ن کښې د شرکت بلنه ورکړې

امير مقام د عوامې نيشنل پارټۍ رهنما ارشد عبدالله ته مسلم ليګ ن کښې د شرکت بلنه ورکړېده، بيرسټر ارشد عبدالله امير مقام نه مشورې لپاره وخت غوښتې دے
د عوامې نيشنل پارټۍ خفه رهنما او سابقه صوبائې وزير ارشد عبدالله په مسلم ليګ ن کښې د شموليت امکان دے،د ن ليګ صوبائې صدر امير مقام او نور قائدين چارسده کښې ارشد عبدالله حجرے ته ورغلې او هغه ته ئې ن ليګ کښې د شموليت بلنه وکرې ده،بيرسټر ارشد عبدالله خاندان او ملګرو سره مشورې لپاره وخت غوښتې دے
چارسده کښې ميډيا سره خبرو کښې د امير مقام په تحريک انصاف حکومت سختې نيوکې کړې،وائې چې د موجوده معاشې او سياسې بحران ذمه وار پې ټې آئې حکومت دے،تحريک انصاف حکومت صوبه او مرکز دواړو کښې مکمل ناکامه شوې دے
د امير مقام وينا وه چې اپوزيشن به بې آر ټې کښې شوې کرپشن خلاف آواز په هر فورم پورته کوې،د وزيراعظم ماتحت اداره د بې آر ټې شفاف تحقيقات نه شې کولې
د مسلم ليګ ن صوبائې صدر زياته کړې چې آرمې چيف مدت ملازمت کښې توسيع متعلق قانون سازۍ په حواله حکومت سره د مرستې فيصله به مرکزې قائدين کوې