امير مقام د شانګله ، بشام روډ انکوائري په سلسله کښي ايف آئي اے ته وړاندے شويدے

0
20

پيښور کښي د پاکستان مسلم ليګ ن صوبائي صدر امير مقام د شانګله ، بشام روډ انکوائري په سلسله کښي ايف آئي اے ته وړاندے شويدے
پيښور کښي د ايف آئي اے اينټي کرپشن يونټ د ن ليګ صوبائي صدر امير مقام طلب کړے او د هغوي نه ئي قريبا دوه نيمے ګهنټے تحقيقات کړيدي
ايف ائي اے امير مقام ته سوالنامه هم حواله کړي او څوارلس ورځو کښي دننه به هغؤي ددي جواب ورکوي
واضحه دي وي چي الپوري بشام روډ پراجيکټ لس کاله کښي هم مکمل شوے نه دے او ددي ټهيکه د امير مقام اينډ کمپني ته په اته سوه پنځوس ميلين روپئ ورکړے شوي ده
پراجيکټ باندي لګښت د اته سوه ميلين روپو نه سيوا شوے، خو ددي باوجود بيا هم دا روډ نه دے جوړ شوے