لاهور کښي د وزيراعظم مشير انجينئير امير مقام د پاکستان ټيلي ويژن ، سټيج او فلم وتلي هنرمند او کينسر موذي مرض کښې اخته اداکار فردوس جمال تپوس پوښتنه کړي ، امير مقام فردوس جمال علاج معالجي لپاره يو کروړ روپي چيک هم ورکړو ، امير مقام وائي چي فردوس جمال د رياست اثاثه دے او حکومت به د خپل اثاثو خيال ساتي
د پاکستان ټيلي ويژن ، سټيج او فلم وتلي هنرمند فردوس جمال ته لګه موده وړاندي د کينسر تشخيص شوي اوو ، ميډيا باندي خبر نشر کيدو نه پس وزيراعظم د فردوس جمال ناروغتيا په اړه نوټس اخيستے اوو او هغه تي ټيليفون کولو سره علاج معالجي باور ورکړي اوو وزيراعظم ميا شهباز شريف هداياتو نه پس د وزيراعظم مشير انجينئير امير مقام د فردوس جمال تپوس پوښتني له هغه کور ته ورغلي او هغه تي علاج معالجي لپاره يو کروړ روپو چيک ورکړي ،ملاقات کښې انجينئير امير مقام د فردوس جمال تپوس پوښتنه وکړه او د هغه زر صځت يابي لپاره دعا وکړه، په دغه موقع ميډياسره خبرو اترو کښې امير مقام اوئيل چي ټول قام فردوس جمال صحت لپاره دعاګو دے او حکومت به د فردوس جمال علاج لپاره هر ممکن ګام پوره کوي هغه اوئيل چي يو ليډر د رياست مدينه نعره لګولي وه ولي هم هغه د خپل پارټي ورکر تپوس هم نشي کولي ، هغه اوئيل چي د عمران خان سياست خپل زات پوري محدود دے او هغه نه آئين مني او نه قانون منلو ته تيار دے