امير مقام هم د کورونا وائرس ښکار شوې او ټيسټ ئي مثبت راغلې

امير مقام هم د کورونا وائرس ښکار شوې او ټيسټ ئي مثبت راغلې

د مسلم ليګ ن خيبر پښتونخوا صدر امير مقام هم د کورونا وائرس ښکار شوې او د کورونا ټيسټ ئي مثبت راغلې دې
خيبر نيوز سره خبرو اترو کښې امير مقام د کورونا وائرس ټيسټ مثبت راتلو تصديق کړې او وئيلي دي چې ټيسټ مثبت راتلو نه پس هغوې اسلام اباد په خپل کورکښې ځان قرنطينه کړې دې امير مقام اووئيل چې د هغوې طبيت ټيهک دې ۔ هغوئ اولس،د پارټي کارکنانو او ملګرو ته ددعا لپاره اپيل کړې دې دمسلم ليګ ن قائد ميا نواز شريف ، مسلم ليګ ن صدرميا شهباز شريف او مريم نواز امير مقام ته ټيليفون کړې او دهغوې صحتيابې لپاره ئې دعا غوښتې ده

blank