امپورټيډ حکومت د اولس لپاره عذاب جوړ شوي

امپورټيډ حکومت د اولس لپاره عذاب جوړ شوي نن اولس د موجوده حکومت نا نجات غواړي ۔ د موجوده حکومت اولس مشکلات نه بلکه خپل مشکلات حل کولو لپاره راغلے دے ۔ تر څو چي د بيروني قرضو او امريکي غلامي ازادي شوي نه يو تر هغي د ملک معشيت او ترقي ممکن نه ده ۔ دا خبري سابقه وفاقي وزير دفاع او د تحريک انصاف صوبائي صدر پرويز خټک شبقدر کښي يو شموليتي غونډے تا د خپلي ووينا په مځال کړيدي۔
سابقه وزير دفاع شمولتي غونډے تا ووئيل چي نن د ګراني او بد امني له وجي د اولس ژوند لند تنګ شوي د خوراکي څيزونو ، پټرول او بجلي نرخونو کښي ورځ تر ورځه اضافه کيږي ۔ موجوده حکومت د اولس لپاره تباهي جوړا شوي ۔ د پي ډي ايم حکومت بنيادي مقصد د اولس او ملک مسئلي نه بلکه خپلي مسئلي او په راتلونکي اليکشن کښي د عمران او تحريک انصاف بيا کاميابي مخه نيول وو ۔ هغوي ووئيل چي شهباز او زرداري د اربونو روپو د کرپشن کيسونه او مقدمات ختمول غواړې پرويز خټک دا هم ووئيل چي موجوده حکومت بيرون ملک کښي ميشته پاکستانيانو نا د ووټ حق هم اخستي ، کوم چي د تحريک انصاف حکومت ورکړي وو ۔ ولے بيا هم موجوده حکومت او ملک لوټ کونکي به په يو صورت کښي په خپل مقاصد کښي کامياب نه شي ۔ سابقه وفاقي وزير ووئيل چي د تحريک انصاف حکومت په سخت وخت کښي د ملک معشيت مستحکم ساتلے او په ملک کښي ئے د ترقي عمل هم جاري ساتلي هغوي ووئيل چي اسلام اباد پريډ ګراونډ کښي با يو ځل بيا د خپل طاقت مظاهره کوو ۔ په دے محال صوبائي مشير معدنيات عارف احمد زئي ، ايم اين اے ملک انور تاج اور فضل محمد خان په شمول يو مشير مشرانو هم غونډے تا ووينا کړي ۔ شموليتي غونډه کښي د اخونزاده کورانئي افتاب احمد خان ايدوکيټ او حضر طارق په تحريک انصاف کښي د شموليت هم اعلان وکړو