امپورټډ حکومت د قامي خزاني نه تجربه ګاه جوړه کړيده

د اسحاق ډار په واپسۍ د معاون خصوصي اطلاعات بيرسټرسيف ردعمل،وائي چې امپورټډ حکومت د قامي خزاني نه تجربه ګاه جوړه کړيده، مکس اچار حکومت ته ذاتي مفاد په عوامي مفادو غوره ښکاري،
معاون خصوصي اطلاعات بيرسټر سيف د اسحاق ډار په واپسۍ او خزاني وزير جوړؤلو سخت ردعمل څرګند کړيدې،وئيلي دي چې يو تجربه کار په قامي خزانه لاس صفا کړؤ،او اوس ئې يو بل تجربه کار د دې کار دپاره امپورټ کړيدې، بيرسټر سيف زياته کړيده چې ملکي معيشت صورتحال انتهائي خراب دې،د معيشت ښه کولو او سياسي استحکام يواځنۍ لار په فوري توګه شفاف انتخابات دي،،