انتخابات کول د حکومت نه بلکه د اليکشن کميشن کار دې،مريم اورنګزيب

د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب وئيلي دي چې وفاقي حکومت چرې نه دي وئيلي چې اليکشن به نه کيږي، انتخابات کول د حکومت نه بلکه د اليکشن کميشن آف پاکستان کار دې او په خپل وخت به کولې شي، وفاقي وزيرې دا هم وئيلي چې آئي ايم ايف سره مذاکرات جاري، زمونږ کوشش دې چې مذاکرات د پاکستان حق کښې اوشي، مذاکراتو حوالې سره ګنګوسۍ خورولو نه هيچا ته فائدې نه ميلاويږي

اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو دوران د اطلاعات او نشرياتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب وئيلي چې وفاقي ځکومت ملک کښې انتخابات کولو نه تيښته نه کوي مريم اورنګزيب اووئيل چې ملک کښې انتخابات کول د حکومت نه بلکه د اليکشن کميشن کاردې، او انتخابات به په خپل وخت کيږي وفايق وزيرې اووئيل چې آئي ايم ايف سره لوظنامه عمران خان کړې وه، او بيا ئې معطل کړې هم وه، ولې موجوده حکومت ملک د ډيفالت کيدو نه بچ کړېدې مريم اورنګزيب اووئيل چې دا مهال د پاکستان او آئي ايم ايف مذاکرات جاري دي، زمونږ کوشش دې چې مذاکرات د ملک او قام مفاد کښې اوشي، دې حوالې سره د ګنګوسو خورولو فائده هيچا ته نه ميلاويږي