انجلينا جولي مطالبه کړې چې افغان امن عمل کښې دې زنانو ته کردار ورکړے شي

انجلينا جولي مطالبه کړې چې افغان امن عمل کښې دې زنانو ته کردار ورکړے شي

د اقوام متحده اداره برائے پناه ګزين خېر سګالۍ سفيرې انجلينا جولي مطالبه کړې چې افغان امن عمل کښې دې زنانو ته هم کردار ورکړے شي ، ميرمن جولي مطابق د زنانو حقوق نه منلو په صورت کښې کله هم تل پاتي صلح نشي راتلے
ميرمن جولي د دې خيالاتو اظهار د اقوام متحده يو وزارتي اجلاس ته خطاب په وخت کړي ، جولي وئيلي دي چې مونږ وليدل ، افغان زنانو خپل ژوند په خطره کښې واچو ، او د حقوق لپاره ئې په سړکونو مارچ کړے
انجلينا جولي زياته کړې چې افغان امن عمل په هغه صورت کښې باثباته کيدے شي کله چې افغان ميرمنې هم د امن په عمل کښې کردار ولري
جولي په امريکې هم غږ کړے چې د خپلو شهريانو د حقوق تحفظ په رنګ دې د نورو ملکونو د شهريانو حقوق هم ومني