انټرنيشنل کرکټ کونسل د ورلډکپ دوه زره دريشتم لپاره د انعامي رقم اعلان کړې

آئي سي سي ورلډکپ د دوه زره دريشتم افتتاحي ميچ آفيشلز اعلان کړې

انټرنيشنل کرکټ کونسل د ورلډکپ دوه زره دريشتم لپاره د انعامي رقم اعلان کړې دې ، په ايونټ کښې به مجموعي طور سره لس ملين ډالر بطور انعامي رقم تقسيم کيږي او ورسره د ورلډکپ ټرافي ګټلو واله ټيم ته به څلوېښت لکه ډالرې ملاويږي

آئي سي سي د ورلډکپ دوه زره دريشتم لپاره د لس لکه ملين ډالر بطور انعامي رقم اعلان کړې دې،آئي سي سي وائي چې د ټرافۍ ګټلو واله ټيم ته به څلوېښت لکه ډالرې او رنر اپ ټيم ته به شل لکه ډالرې مېلاويږي،دغه شان سيمي فائنلز بېللو واله ټيم ته به اتۀ لکه ډالرې ميلاويږي د څه مجموعي رقم شپاړس لکه ډالرې جوړيږي،
کوم ټيمونه چې ناک آؤټ مرحلې ته نۀ وو رسېدلې هغوي ته به يو يو لاکه او د ګروپ مرحلې ميچز ګټلو واله ټيم ته به څلوېښت زره ډاالرې ملاويږي
دغه شان سبا له به پنځه څلوېښت ميچز کښې مجموعي طور سره يو لاکه اتيه زره ډالرې ګټلي شوي ټيمونو کښې تقسيم کيږي،
ياده دې وي چې ورلډکپ به د پنځم اکتوبر نه تر نورلسم نومبر پورې بهارت کښې لوبولې شي،د ورلډکپ نه وړاندې به پاکستانې ټيم په نهيشت ستمبر د نيوزيلينډ او درېم اکتوبر د آسټريليا خلاف دوه وارم اپ ميچز لوبوي،او په ورلډکپ کښې به وړومبې ميچ په شپږم اکتوبر د نيدر لينډ خلاف لوبوي