انټرنيشنل کرکټ کونسل زمبابوے کرکټ معطل کړے

انټرنيشنل کرکټ کونسل زمبابوے کرکټ معطل کړے

انټرنيشنل کرکټ کونسل جمهوري انداز کښې نه چليدو باندې زمبابوے کرکټ معطل کړيدے، آئي سي سي وائي چې د ټيسټ کرکټ پشمول به زمبابوے کرکټ هيڅ يو ايونټ کښې برخه نه شي اخستے، زمبابوے کرکټ ته د کرکټ کونسل لخوا فنډنګ هم بند شويدے
د زمبابوے کرکټ معطل کيدو فيصله لندن کښې د آئي سي سي اجلاس دوران شوېده،آئي سي سي وائي چې د زمبابوےکرکټ امور د تېرو څومياشتو راهسې مانيټر کيدل، جمهوري انداز کښې نه چليدو باندې زمبابوے کرکټ معطل کړے شوے او په درې مياشتو کښې ورت د معاملاتو ټهيک کولو مهلت ورکړے شويدے،د آئي سي سي معطلۍ وروستو زمبابوے کرکټ ته د کرکټ کونسل لخوا فنډنګ هم بند شويدے، زمبابوے کرکټ به اوس د ټيسټ سيريز پشمول د آئي سي سي په هيڅ ايونټ کښې برخه نه شي اخستے،ياده دې وي چې تېرو څو کالو راهسې زمبابوے کرکټ د سختو مالي مشکلاتو سره مخ وو