انټر بينک مارکيټ کښې د ډالر قيمت يو سل اوويشت روپۍ او نهه نوى پيسے ته رسيدلے

0
65
انټر بېنک مارکيټ کښې د ډالر قيمت يو سل پينځۀ ويشت روپو ته راکوز شوے

د روپۍ په قدر کښې تاريخى کمۍ شوې، انټر بينک مارکيټ کښې د ډالر قيمت يو سل اوويشت روپۍ او نهه نوى پيسے ته رسيدلے
د روپۍ په قدر کښې د کمى سلسله جارى ده او د ډالر قيمت د ملک په تاريخ کښې په وړومبى ځل په لويه سطح زيات شوې
انټر بنک فارن ايکسچينج مارکيټ کښې د کاروبار په وخت د ډالر په قيمت کښې شپږ روپۍ او پنځه اوويا پيسے اضافه شوې چې ورسره د ډالر قيمت يو سل اتوويشت روپۍ او شپږويشت پيسے ته رسيدلې
د ټريډنګ په وخت د ډالر په قدر کښې پنځه نيم فيصده اضافه ريکارډ کړې شوې، د کوم سره چې د ډالر په قدر کښې په لويه پيمانه اضافه شوې
بلخوا د سټيټ بنک مطابق ډالر قيمت ګرانيدو سره د ملکى بهرنو قرضو کښې هم اته سوه ارب روپۍ اضافه شوې کوم چې اته زره يو سل شل ارب روپۍ ته رسيدلې
بلخوا معاشى ماهرينو وينا ده چې د زر مبادله دخائرو کښې کمۍ او ادائګيانو په وجه پاکستانۍ روپۍ په قدر کښې کمۍ په تيزې سره روان دې او د ډالر ګرانيدو سره د مهنګائۍ طوفان راتلې شى