انډرنائنتين ورلډ کپ ميچ کښي پاکستان سري لنکا ته ماتې ورکړې

0
32
انډرنائنتين ورلډ کپ   ميچ کښي پاکستان سري لنکا ته ماتې ورکړې او ګروپ ئي  اول  نمبر  ترلاسه کړيدے 
بنګله ديش کښي روان انډر نائنټين  ورلډ يو ګروپ ميچ کښي پاکستان  ، سري لنکا ته  په  دريويشت رنزونو ماتې ورکړے او ګروپ کښې ټاپ پوذيشن  ترلاسه کړيدے 
سري لنکا د ټاس ګټلو وروستو  د فيلډنګ  فيصله اوکړه او پاکستان ئي د بيټنګ بلنه ورکړه 
پاکستان اته څلويښت  اورونو کښې د ټولو لوبغاړو په زيان  دوه دولس رنزونه جوړ کړل ،  پاکستان لخوا  حسن محسن شپږ اتيا رنزونو سره  غوره بيټسمين وو
د پاکستان دوه ديارلس  رنزونو هدف  په جواب کښي سري لنکا  په يو سل شپږ اتيا رنزونه جوړ کړل 
پاکستان د ميچ ګټلو وروستو  د ټورنامنټ ناک اوټ پړاو ته رسيدلې دے