انډياد بنګله ديش په ضد ټاس کټلو نه پس بيټنګ کولو فيصله کړيده

انډياد بنګله ديش په ضد ټاس کټلو نه پس بيټنګ کولو فيصله کړيده

په انګلينډ کښې روان کرکټ ورلډ کپ دوزره نورلسم سيمي فائنل زغل په اړه يو مهم ميچ کښې انډياد بنګله ديش په ضد ټاس کټلو نه پس بيټنګ کولو فيصله کړيده ،دے مهال د بنګله ديش په ضد دا انډيا بيټنګ روان دي ۔ ميچ په خپل مقرره وخت برمنګهم ګراونډ کښې شروع شويدې
کرکټ ورلډ کپ دوزره نورلسم کښې د ټيمونو ترمنځه مقابلې اولني راونډ آخرنئې او دلچسپ مرحلے ته داخل شويدي ۔اولنئې مرحله کښې به په مجموعي توګه اته څلويښت ميچونه کيږي ، چې پکې تر دے مهاله يو کم څلويښت ميچونه لوبولي شويدي ، نن د ايونټ څلويښتم ميچ دے مهال برمنګهم ګراونډ کښې انډيا او بنګله ديش تر منځه لوبيګي ۔ ورلډ کپ سيمي فائنل زغل کښې ځان جوندے ساتلو دپاره بنګله ديش ته دغه ميچ ګټل ډير مهم دي ۔ ځکه چې تر دے مهاله بنګله ديش اووه ميچونو کښې درې ګټلي ،درې بيللي او يو ميچ د باران د وجې متاثره شويدې ۔ بلخوا انډيا پوزيش ډير مستحکم دے ، انډيا په اووه ميچونو کښې پنځه ګتلي يو بيللے او يو د باران د وجې متاثره شويدې ۔ ورلډ کپ پوائنټس ټيبل باندے انډيا يوولس پوائنټس سره په دويم او بنګله ديش اووه پوائنټونو سره په اووم نمبر موجود دے