انکوائرې کميشن د اجمل وزير خلاف آډيو ريکارډنګ سکينډل تحقيقاتو آغاز کړې

انکوائرې کميشن د اجمل وزير خلاف آډيو ريکارډنګ سکينډل تحقيقاتو آغاز کړې

پخوانې مشير اطلاعات خيبرپختونخوا آډيو ريکارډنګ سکينډل،انکوائرې کميشن د خپل تحقيقاتو آغاز کړې،سيکرټرې اطلاعات خيبرپختونخوا ته ئې مراسله ليګلې ده،د اجمل وزير دور کښې ورکړې شوے اشتهاراتو ټول تفصيلات ئې طلب کړې دې
اشتهاراتو کښې د کميشن اخستو الزام،انکوائري کميشن پخوانې مشير اطلاعات اجمل وزير آډيو سکينډل متعلق تحقيقاتو آغاز کړې دے،کميشن سيکرټرې اطلاعات خيبرپختونخوا ته مراسله ليګلې ده،د اجمل وزير وخت کښې ورکړې شوے اشتهاراتو تفصيلات ئې ترے طلب کړې دې،انکوائري کميشن د
اشتهاراتو ورکولو طريقه کار او متعلقه دستاويزات هم غوښتې دې
وزيراعلې خيبرپختونخوا محمود خان د اجمل وزير آډيو ريکارډنګ سکينډل تحقيقاتو لپاره درې کيسزه تحقيقاتې کميشن قائم کړې دے،ريټائرډ بيورکريټ صاحبزاده سعيد د کميشن سربراه ټاکلې شوے دے،کميشن ممبرانو کښې ريټائرډ جج محمد بشير او ريټائرډ ډي آئې جې طارق جاويد شامل دې