انګلينډ پاکستان ته ماتې ورکړې

انګلينډ کرکټ ټيم په دويم ټي ټونټي ميچ کښې پاکستان ته په پنځه څلويښت رنزونو ماتې ورکړې او د درې ميچونو سيريز ئې يو يو سره برابر کړيدې،قامي ټيم د دوه سوه يو رنز هدف په جواب کښې مقرره اورونو کښې نهه وکټو په زيان يو سل پنځه پنځوس رنزونه جوړ کړي،محمد رضوان اووه ديرش اوشاداب خان شپږ ديرش رنزونه جوړ کړي وو

ليډز کښې لوبيدلي د سيريز دويم ټي ټونټي ميچ کښې پاکستان د ټاس ګټلو نه پس وړومبې انګلينډ ته د بيټنګ بلنه ورکړې وه او انګلينډ ټيم په مقرره شل اوورنو کښې دوه سوه رنزونو باندې آؤټ شوي وو چې ورسره قامي ټيم ته د دوه سوه يو رنزونو هدف ميلاؤ شو د انګلينډ طرف نه کپتان جوز بټلرنهه پنځوس،ليام ليونګسټون اتهه ديرش او معين علي شپږ ديرش رنزونه سکور کړي وو د قامي ټيم لخوا باؤلنګ کښې محمدحسنين درې ،عماد وسيم او حارث رؤف دوه ،دوه ولې شاهين شاه آفريدي او شاداب خان يو،يو وکټ اخيستي وه د هدف جواب کښې قامي ټيم نهه وکټو په زيان يو سل پنځه پنځوس رنزونه سکور کړي او ميچ ئې په پنځه څلويښت رنزونو بيللې دے د قامي ټيم طرف نه بيټنګ کښې محمدرضوان اووه ديرش،شاداب خان شپږ ديرش ،کپتان بابراعظم دوه ويشت،عماد وسيم شل او صهيب مقصود پنځلس رنزونه سکور کړيدي باؤلنګ کښې د انګلينډ لخوا ثاقب محمود درې ،عادل رشيداو معين علي دوه ،دوه وکټي اخيستي دي د انګلينډ معين علي په شاندار آل راؤنډر کارکردګۍ پلئير آف دي ميچ ګرځولې شويدے