انګلینډ ‌‌‌‌‌‌ډربى کښې باران لوجې پاکستان کرکټ ټيم اولنې پريکټس سیشن په انډور اکیډمۍ کښی کړې

انګلینډ ‌‌‌‌‌‌ډربى کښې باران لوجې پاکستان کرکټ ټيم اولنې پريکټس سیشن په انډور اکیډمۍ کښی  کړې،پاکستان کرکټ ټيم نائب کپتان شاداب خان وائي چې انګلینډ ښه ټيم دی خو پاکستان هم په دی اخري ورځو کښی ښه میچز کړي او ګټلي دي.

پاکستان کرکټ ټيم ‌‌‌‌‌‌ډربي کښی درې ورځۍ قرنطينه ورستو د باران له وجې اولنې پرېکټس سیشن په انډور کرکټ اکیډمۍ کښی ترسره کړی دے .ټيم په پرېکټس سیشن کښی زیاته په باولنګ او بیټنګ ترجیح ورکړی ولې د منډۍ لپاره ئي بهر میدان استعمال کړے، کرکټ ټيم نائب کپتان شاداب خان انګلینډ کرکټ ټيم یو ښه سائډ ګرځولې خو وائي چې پاکستان کرکټ ټيم هم په دی وروستیو کښی ښه لوبي کړيدي، شاداب خان دا هم ویلي چې پاکستان کرکټ ټيم صلاحیت لري چي انګليډ ته شکست ورکړي