اورزګان کښې د ناټو پوځيانو بمبارۍ کښې اته پوليس اهلکار په حق رسيدلى دى

0
58

د افغانستان اورزګان ولايت کښې د ناټو پوځيانو بمبارۍ کښې اته پوليس اهلکار په حق رسيدلى دى بلخوا کندهار ولايت کښې امنيتى اهلکارو او جنګيالو ترمينځه نشته کښې پنځه وسله وال او څلور سيکيورټى اهلکار مړه شوى دى
د اورزګان ولايت پوليسو کمانډرجنرل رحيم الله خان خبرى ادارو ته وئيلې دى چې د ناټو جنګى الوتکو د ترينکوټ اولسوالۍ په څاهګۍ سيمه کښې د سيکيورټى فورسز په چيک پوسټ بمبارى کړېده،د هغه وينا وه چې بمبارۍ له وجې اته پوليس اهلکار مړه او چيک پوسټ په مکمله توګه تباه شوېدے
کابل کښې د ناټو يو اهلکار جنرل چارلز کليورلنډ له طرفه جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى چې جنګى الوتکو ترينکوټ اولسوالۍ کښې په هغه کسانو بمبارى کړېده څوک چې افغان سيکيورټى فورسز لپاره خطره وه ولې دا معلومات نه لرو چې پيښه کښې وژلى شوى کسان پوليس اهلکار دى کنه وسله وال؟
بلخوا د کندهار د والى وياندصميم خپلواک خبرى ادارو ته وئيلې دى چې ميانشين اولسوالۍ او کيخى کوتل سيمه کښې د سيکيورټى فورسز او طالبانو ترمينځه جهګړې شوى دى چې پکښې څلور امنيتى اهلکار او پنځه وسله وال وژلى شوى دى