اورماړه کښې دهشت ګردې پيښه باندې پاکستان ايران ته سخت احتجاج ريکارډ کړي

0
28
اورماړه کښې دهشت ګردې پيښه باندې پاکستان ايران ته سخت احتجاج ريکارډ کړي

اورماړه کښې د څوارلس کسانو قتل کښې ککړ کسانو پر ضد کارروائي نه کولو باندې پاکستان ايران ته سخت احتجاج ريکارډ کړيدې،خارجه دفتر وائي چي اسلام آباد کښې د ايران سفارتخانې ته احتجاجې مراسله حواله کړي شويده
خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان مطابق وزارت خارجه اسلام اباد کښې ايرانې سفارتخانې ته مراسله ليږلې ده چي پکښې اورماړه کښې د څوارلس کسانو قتل کښې ککړ کسانو پر ضد کارروائي نه کولو باندي ايران حکومت ته سخت احتجاج ريکارډ کړې شويدې،مراسله کښې دا هم وئيلي شويدي چي پاکستان وړاندې هم په دې حواله ايران نه څو وارې مطالبې کړې،پاکستان د کالعدم تنظيمونو په اړه انټلي جنس معلومات هم ايران سره شريک کړې ولي د بدقسمتې نه ايران په دې حواله هيڅ قسمه ګامونه نه دي پورته کړې
مراسله کښې زياته کړې شويده چي ايران سره تعلق لرونکي دهشت ګردو لخوا د څوارلس کسانو وژنه د انتهائي تشويش خبره ده
بلخوا د ايران خارجه وزير جواد ظريف وئيلي دي چي د وزيراعظم عمران خان د دوره ايران نه وړاندې د پاکستاني وګړو وژنه د پاکستان او ايران تعلقات خرابولو سازش دے