اورکزو چهپرمشتى کښې اشتهارى مجرمانو او پوليس ترمينځه نښته

د اورکزو چهپر مشتي سيمه کښې د اشتهاري مجرمانو او پوليس ترمينځ انښته شوې ،د ډزو بدلون وروستو اشتهاري ملزم افضل او د هغه ورور ژوبل حالت کښې نيولې شويدې

د اورکزئي پوليس مشر نثار احمد خان د مقابلې په اړۀ وئيلي چې داشتهاري ملزم د موجودګئۍ اطلاع په رنړا کښې پوليس د چهپر مشتي سيمه کښې چهاپه اووهله ، دې دوران اشتهاري ملزم په پوليس ډزې شروع کړې چې په ځواب کښې ئې پوليس هم په ډزو لاس پورې کړو، د ډزو بدلون وروستو اشتهاري ملزم افضل او د هغه ورور ژوبل حالت کښې نيولي شويدي ، د ملزم افضل په اړۀ پوليس وئيلي دي چې هغه وژنو او د ترهه ګرۍ نورو پېښو کښې ککړ دې او ډېرې مودې راهسې مخرور وو، د اورکزئي پوليس مشر نثار احمد مخکښې وئيلي چې دا مهال د ملزم او د هغه د ورور دارو درمل روان دي او وروستو به ترې پلټنې کولې شي