اوسنى بارانو د صوبے مختلفو برخو کښې اتلس کسان مړه کړى شوې:ګلګت بلتسان وزيراعلى

0
38
ګلګت بلتستان وزيراعلى حافظ حفيظ الرحمان وئيلى دى چې اوسنى بارانو د صوبے مختلفو برخو کښې اتلس کسان مړه کړى او لينډسلائيډنګ له وجے دولس سوه اتيا کلوميټره روډ متاثره شوېدے
 
ميډيا سره خبرو په وخت هغه وئيلى دى چې بارانونو درى څلويښت بجلى ګهرې متاثره کړے وے چې پکښې يوديرش دوباره بحال کړى شوى دى او د نورو بحالۍ لپاره کارونه روان دى
حافظ حفيظ الرحمان ترمخه د لينډسلائيډنګ له وجے شاهراه قراقرم په يوسل پنځه نوى ځايونو بلاک شوے وه ولې د پاک پوځ او ايف ډبليو او پشمول د اين ايچ اے اهلکارو محنت او فورى اقداماتو له وجے دا شاهره د ټريفک تګ راتګ لپاره کهلاؤ کړې شوېده
ګلګت کښې د غنمو سټاک صورتحال په اړه وزيراعلى اوئيل چې بارانونو او لينډسلائيډنګ پيښو دوران خوراک محکمې سره يوڅلويښت زره دوه سوه اته څلويښت بورې غنم موجود وو او د پاک پوځ په مرسته سى ون تهرټى خصوصى الوتکو دوه سوه دوه پنځوس بورې نور غنم دغلته رسولى وو
هغه زياته کړه چې سيمه کښې پټروليم مصنوعات هم وافر مقدار کښې موجود وو خو د روډ بحالۍ کار کښې مصروفه مشنرى دپاره په دې ايمرجنسى لګولے شوے وه