اوسني بارانونو او سيلابونو لوجې ملک کښې د تباه کاريانو سلسله جاري ده

اوسني بارانونو او سيلابونو لوجې ملک کښې د تباه کاريانو سلسله جاري ده ، اين ډي ايم اے مطابق تير يو ورځ کښې سيلاب لوجې نور اووه کسان پحق رسيدلي دي ، بلوچستان کښې يو او سند کښې شپږ مرګونه رپورټ شوي

اين ډي ايم اے سيلاب نه شوي نقصاناتو په اړه د تيرې ورځې رپورټ جاري کړے ، اين ډيم اے وائي چې تير څليريشتو ګهنټو دوران بلوچسان کښې يو او سند کښې شپږ کسانو ژوند بائيللے دے ، دولس کسان ژوبل شوي ، د ژوبل شوو کسانو مجموعي تعداد دولس زره، اته سوه ، دوه شپيته ته اورسيده اين ډي ايم اے خپل رپورټ کښې وئيلي دي چې ملک کښې د مړو شوو کسانو شميره پينځلس سوه ، شپږ اوويا ته رسيدلې ده ، سيلاب او بارانونو په وجه درې سوه ، دوه نوي پلونه ، او ديارلس زره ، دري نوي کلوميټر سړکونه تباه شوي، څليريشتو ګهنټو کښې يو لک ، اوولس زره څاروي مړه شوي،