اوس په مائنس ون کار نه چليږي، اوس به پوره يوسل شپيتۀ وانړه مائنس کيږې

اوس په مائنس ون کار نه چليږي، اوس به پوره يوسل شپيتۀ وانړه مائنس کيږې

تير وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وائي چې اوس په مائنس ون يا مائنس ټو کار نه چليږي ، اوس به پوره په پوره يوسل شپيتۀ وانړه مائنس کيږې
کراچۍ کښې د ميډيا سره په خبرو کښې د ن ليګ رهنما او تير وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي چې حکومت مکمل ناکامه شوے ،کپتان نور د چليدو نه دے ، کور ته به ځي ،خو دائي هم وئيلي چې مونږ به هيڅ يو غيرجمهوري قوت ته لار ورنکړو ،مونږ په دے باور لرو چې حکومت دي خپله موده پوره کړې او جمهوريت دې ډي ريل نشي خو حکومت بيخي ناکامه شوے او اوس ئې تلل لازمي دي خو د مائنس ون او ټو نه خبره وتي ده اوس به ټول يو سل شپيتۀ وانړه ځي
شاهد خاقان عباسي وئيلي چې چا چيري ټيکس نه دے ورکړے ،هغوي په غټو غټو څوکو ناست دي او څوک چې د ملک لپاره کار کوي ،هغوي د عدالتونو چکري لګوي ، د پټرولو بحران راغے ،د ذمه وارو ئې څۀ پته اونه لګيده او خلقو پکښې په اربونو روپۍ اوګټلے
شاهد خاقان عباسي زياته کړې چې موجوده حکومت چې د ميډيا د آزادۍ کوم حال اوکړو ،مثال ئې نه ميلاويږې ،بغير د څۀ نوټس نه ئې پوره يو ټي وي چينل بند کړو، زمونږ دورحکومت هم خلقو ليدلے، چيرتا د يو چينل يا اينکر پرسن خلاف مونږ څۀ کاروائي کړي ؟