اولسمشراشرف غنى د سيکيورټى چارواکو استعفاګانې رد کړى

0
46
افغان واکمنو صدارتي ټاکنې ځنډيدو په حواله خبرونه رد کړېدي

د افغانستان دفاع،داخله او استخباراتى ادارې مشرانو د خپلو عهدو څخه استعفاګانې ورکړى دى ولې اولسمشراشرف غنى د سيکيورټى چارواکو دغه استعفاګانې رد کړى او دوى ته ئې په خپلو څوکو کار جارى ساتلو امر کړېدے
کابل کښې د صدارتى محل لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې د دفاع وزيرطارق شاه بهرامى،داخله امورو وزير ويس برمګ او د استخباراتى ادارې مشرمعصوم ستانکزئۍ د اتوار په ورځ اولسمشر ته خپلې استعفاګانې وړاندې کړى دى
بيان ترمخه اولسمشرډاکټر اشرف غنى د درې واړو مشرانو دغه استعفاګانې مسترد کړى دى او دوى ته ئې حکم کړېدے چې په خپلو عهدو دې کار جارى وساتى
دغه رنګ اولسمشر اشرف غنى د هيواد امن بحالۍ او وسله والو خلاف کاروائيو په حواله دې مشرانو ته خصوصى هدايات هم جارى کړى دى
ياده دې وى چې د خالى په ورځ د ملى امنيت صلاح کار حنيف اتمر هم د خپلې څوکۍ نه استعفى ورکړې وه کومه چې اولسمشر منلى وه او د هغه په ځائې ئې حمدالله محب نوى سيکيورټى ايډوائزر ټاکلې دے