اولس توانائۍ بحران نه بے غمه کولو په عرض ګڼ شمير منصوبو باندې کار روان دے

0
22

وزيراعظم نوازشريف وئيلې دى چې اولس توانائۍ بحران نه بے غمه کولو په عرض ګڼ شمير منصوبو باندې کار روان دے،د ملک اقتصادى پرمختيا لپاره د چين شپږ څلويښت ارب ډالرو سرمايه کارى غټه کاميابى ده،دا ئې هم وئيلى چې کال دوه زره اتلسم ختميدو نه مخکښې به د درې زره شپږ سوه ميګاه واټ بجلۍ منصوبے هر حال کښې سرته رسولے شى

دا خبرې هغه سائيوال کښې کول پاور پلانټ منصوبے سنګ بنياد ايښودو په موقعه دستورې ته وينا په وخت کړى دى 
وزيراعظم اوئيل چې دا منصوبه د چين حکومت په مرسته جوړيږى کوم چې د دواړو هيوادونو ژورې اړيکې او دوستانه تعلقات په ډاګه کوى
نوازشريف ترمخه حکومت ملک نه د توانائۍ بحران ختمولو پوخ عزم کړے او دې سلسله کښې په روانو منصوبو ډير تيزې سره کار روان دے او امکان ئې څرګند کړو چې کال دوه زره اتلسم ختميدو نه مخکښې مخکښې به سسټم کښې درې زره شپږ سوه ميګا واټ بجلى شامله شى
هغه مخکښې اوئيل چې يو وخت داسې هم راغلے وو چې ن ليګ  هندوستان له بجلى ايکسپورټ کولو فيصله کړے وه ولې نورو حکومتونو د بجلۍ بحران مخ نيوى لپاره هيڅ اقدامات نه وو کړے چې له وجې ئې دا بحران د قابو کولو نه بهر شوېدے
وزيراعظم  زياته کړه چې د توانائۍ منصوبے په وخت مکمل کول د حکومت وړومبې ترجيح ده چې ترمخه به ئې ديامربهاشا ډيم نه څلور نيم زره ميګاه واټ بجلى پيدا کولے شى دغه شان د تربيلا او منګلا ډيمونو پيداوارى صلاحيت کښې نور هم ښه والې راوستلے شى
نوازشريف دا هم اوئيل چې اقتصادې راهدارۍ منصوبې سره به بلوچستان او ګوادرد ترقى په لار روان شى او دا چې دې منصوبه کښې د چين شپږ څلويښت 
ارب ډالرو سرمايه کارى د ملک تاريخ  لوئې مثال دے