اولس کښې د ووټ اهميت ډاګه کولو په غرض اليکشن کميشن سوري لاندې نن ووټر ډے نمانځلي شي

0
17

اولس کښې د ووټ اهميت ډاګه کولو په غرض اليکشن کميشن سوري لاندې نن ووټر ډے نمانځلي شي،په دې حواله د خصوصي دستورو تابيا هم شوېده
اليکشن کميشن آف پاکستان د دسمبر مياشتې اوومه نيټه د ووټر ډے په حيث نمانځي
د دې ورځې د نمانځلو مقصد عوام کښې د ووټ اهميت په ډاګه کول دي
د ووټر ډے په مناسبت سرښار اسلام آباد او پيښور پشمول نورو ښارونو کښې د خصوصي دستورو تابيا شوي چې پکښې به د جمهوريت ودې لپاره د ووټ په استعمال او اهميت رڼا اچولې شي
ياده دې وي چې ملک کښې ووټر ډے کال دوه زره شپاړسم راهسې هرکال نمانځلي کيږي