اولني ټيسټ ميچ کښې سري لنکا پينځه وکټو په زيان دوه سوه دوه رنزونه جوړ کړي

اولني ټيسټ ميچ کښې سري لنکا پينځه وکټو په زيان دوه سوه دوه رنزونه جوړ کړي

پاکستان کښې لس کاله پس ټيسټ کرکټ بحال شوې ، ددوؤ ميچونون سيريز اولني ټيسټ ميچ په اولنې ورځ ميلمه ټيم سري لنکا پينځه وکټو په زيان دوه سوه دوه رنزونه جوړ کړيدي،د کمې رنړا لوجې داولنې ورځې لوبه متاثره شوې
آئي سي سي ټسيټ چيمپيئن شپ کښې سري لنکا د پاکستان په دوره راغلې او راولپنډي کرکټ سټيډيم کښې اولنې ټيسټ هم شروع شويدې
د اولني ټيسټ ميچ په اولنې ورځ سري لنکا ټاس ګټلو نه پس اول د بيټنګ فيصله اوکړه او د اولنې ورځې لوبه ختميدو پورې سري لنکن ټيم پينځه وکټو په زيان دوه سوه دوه رنزونه جوړ کړيدي
سري لنکا طرف نه کپتان کرونا رتنے نهه پنځوس،فرنينډو څلويښت،ميتهيوزيو ديرش رنزونه جوړولو نه پس آؤټ شويدي
پاکستاني باؤلرانو کښې نسيم شاه دوه، شاهين شاه ،محمد عباس او عثمان شينواري يو يو وکټ په خپل نوم کړيده
د اولنې ورځې لوبه کمې رنړا لوجې نوي اوورونو په ځائې صرف اته شپيته اوورونو پورې محدود پاتې شويده